افغان ولسمشر د افشا شویو جعلي تذکرو د څېړنې لپاره یو پلاوی وګماره
وروسته له هغې چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې شااوخوا یولک جعلي تذکرې چې انتخاباتي سټیکرونه هم پرې لګېدلي وو، رسنیو ته ښکاره کړې، افغان ولسمشر نن د دغو تذکرو د کمپاین د ارزونې لپاره یو پلاوی وګماره.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پلاوی به چې په ترکیب کې یې د اجرائیه ریاست له استازي او د ملي تدارکاتو د ادارې له مشره نیولې د یو شمېر اړوندو ادارو مشران او د حقوقي چارو پوهان شامل دي، د وېشل شویو تذکرو د کره شمېر او اصلیت په اړه څېړنه کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر دغه پلاوی د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې چې مخکې یې د جعلي تذکرو د وېش ادعاوې ردکړي، په وړاندیز ګماري.
د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې اړه جدي څېړنه کوي او له عاملینو سره به جدي چلند وشي.
د جعلي تذکرو او پر هغو د لګول شویو انتخاباتي سټیکرونو ادعاوو د تلې د ۲۸ مې د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.