د ملګرو ملتونو استازي: په ادلیب کې د لوی جنګ د پېښیدو مخه ونیسي!
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي له ترکیې او روسیې غوښتي چې د سوریې په ادلیب ولایت کې د لوی جنګ د پېښیدو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د سوریې په ادلیب ولایت کې د یو ستر بشري ناورین د رامنځ ته کیدو په اړه شدیده انديښنه لري او غواړي چې دغلته د پېښیدونکې جګړې مخه ونیول شي.
سټیفن ډیمیستورا د ترکیې او روسیې له ولسمشرانو څخه غواړي چې په ادلیب کې د پېښیدونکې جګړې مخه ونیسي
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمیستورا د سه شنبې په ماښام په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: شخصا د ترکیې او روسیې له ولسمشرانو څخه غواړي چې په ادلیب کې د پېښیدونکې جګړې مخه ونیسي.
نوموړي په ادلیب کې د ملکیانو د وضیعت په اړه خپله اندېښنه داسې بیان کړه:
” په ادلیب کې دننه دوه عشاریه نهه میلونه کسان اوسیږي. تکراروم یې ځکه چې ډیر لوی شمیر خلک دي. په دوی کې یو میلون یې ماشومان دي. هغوی ترهګر نه دی. یو میلون ماشومان دي. دا نور څه کم درې میلونه شمېر چې ما یاد کړ، دوی هم تر هګر نه دی، ځکه موږ تثبیت کړې چې په ادلیب کې ټول لس زره د النصره جبهې غړي موجود دي. “
د سوریې پوځ وايي، له ادلیب څخه د وسلوالو مخالفانو د ایستلو لپاره دغلته ستر پوځي عملیات پیلوي. د روسیې هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.
د بشارالاسد د ځواکونو له خوا په ادلیب کې د کیماوي وسلې د کارولو احتمال له هغو اندېښنو څخه ده چې تر اوسه پورې څو ځل په نړیواله سطحه راپورته شوې ده.
سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ وویل: که چیرې د سوریې رژیم په ادلیب کې له کیماوي وسلې کار واخلي، امریکا او متحدان به یې هم بشار الاسد ته چټک او مناسب ځواب ورکړي.
اخوا په مسکو کې کریملین د امریکا پر ولسمشر انتقاد کړی چې ولې، د سوریې د رژیم د مخالفانو د وروستي مرکز د تصفیې سره مخالفت کوي.
خو د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازی وايي، په دې اړه د امریکا د ولسمشر د پیغام هرکلی کوي، ځکه دده په وینا ډنالډ ټرمپ غواړي په ادلیب کې د بشري ناورین مخه ونیول شي.
د سوریې په اوکلنه کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې سلګونه زره کسان وژل شوي او په میلونونو نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تمه کیږي چې د ایران، ترکیې او روسیې ولسمشران د راتلونکې جمعې په ورځ په تهران کې د سوریې د بحران په اړه یو ګډه غونډه وکړي او په دې هیواد کې د اوربند ابتکار خپل کړي. د لویدیځو هیوادونو استازي د تهران غونډې ته نه دي وربلل شوي.