په افغانستان کې د امریکا پر رول، دپاکستاني سیاستوالو انتقادونه
د مولوي حقاني د مرګ د خپر له خپریدو وروسته څو پاکستاني سیاستوالو، د افغانستان په سوله کې د امریکا پر رول انتقادونه کړي دي.
د پاکستان د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري، د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، امریکا د زیاتو لګښتونو سربېره هم نه ده توانیدلې چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ کړي.
” د دوه زره اته سوو په شا او خوا کې کسان د حقاني شبکې غړي دي. که چیرې دوی په افغانستان کې د نا امنیو مسول وي، نو د امریکا متحده ایالات د میلیاردونو ډالرو لګولو سربیره هم نه دي توانیدلي چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي.“
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک هم د سه شنبې په ورځ تقریبا ورته څرګندونې کړي دي.
د ښاغلي ملک په وینا په سیمه کې د ريښتیني سولې د ټینګښت لپاره باید امریکا خپل رول ترسره کړي.
نوموړې زیاته کړې چې د حقاني شبکه پخوا افغانستان او پاکستان دواړو ته یو خطر و.
طالبانو تایید کړې ده چې د حقاني شبکې بنسټ اېښودونکی مولوي جلال الدین حقاني د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
خو طالبانو ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، مولوي حقاني اسلام اباد ته نژدې په خپل استوګنځي کې ساه ورکړې.
په کابل کې د افغان حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ وویل، د جلال الدین حقاني مړینه به په افغانستان کې پر روانې جګړې کوم اغیز ونه لري.
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني هم ښاغلي عبدالله ته ورته نظر لري. د نوموړې په وینا د حقانې شبکې ټولې چارې دده د زامنو له خوا پر مخ بیول کیدې او خپله د جلال الدین حقاني مړینه به په افغانستان کې د حقانې د شبکې پر فعالیتونو اغیز ونه کړي.
” مولوي حقاني د تنظیمولو، تبلیغ او ترویج توان نه درلود. یوازې د هغه شناخت له مخې چې د پاکستان د عالمانو او مشرانو سره یې درلود، خپلو زامنو ته یې محدودې سپارښتنې کولې.“
د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د مرګ خبر، اسلام اباد ته د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له سفر یوه ورځ مخکې خپریږي.
ټاکل شوې ده چې مایک پامپیو او ورسره د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ به نن ( چارشنبه ) د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو او همدارنګه د پاکستان له پوځي مشرانو سره وګوري.
امریکايي چارواکو پر پاکستان پرلپسې انتقادونه کړي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې چل ول کړی.
امریکايي چارواکو پر پاکستان پرلپسې انتقادونه کړي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې چل ول کړی
په دې لړ کې د تیرې شنبې په ورځ امریکا پاکستان درې سوه ډالره پوځي مرسته وځنډوله او ویې ویل پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد کافي اقدامات نه دي کړي.
بل خوا پاکستاني چارواکي پرلپسې دا تورونه ردوي او وايي، دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې درانه مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي.
تمه کیږي چې د پاکستاني چارواکو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بحثونه به د پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو په ځنډیدو، د ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان پر اقداماتو او افغانستان کې د سولې له بهیر سره د پاکستان پر همکارۍ متمرکز وي.
په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د انتقاد ګوته تر ډیره پاکستان ته نیول کیږي، ددې هیواد چارواکو تر اوسه رسما دا نه ده تایید کړې چې ګوندې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني دې اسلام اباد ته نژدې اوسیده، او یا دې هلته درملنه کیده.