اردوغان: پر ادلب بمي او راکټي بریدونه ښایې عام خلک ووژني
حُریت ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې ولسمشر اردوغان قرغزستان ته د رسمي سفر وروسته په الوتکه کې خبریالانو ته دا خبره وکړه.
تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر ادلب بې باکانه برید ونه کړي.
ادلب د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ضد یاغیانو په واک کې دی.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د سوریې ځواکونه ادلب ولایت ته نېژدې د یوه لوی برید لپاره راټول شوي دي.