تهران کې یوې پېښې ۳ افغان او ۳ ایراني کارګر وژلي
دا خبره د ایسنا نیمه رسمي خبري آژانس کړې ده.
د راپور له مخې د سې شنبه په شپه داسې مهال دا کسان ووژل شول چې د څو پوړېزې ودانۍ یو لېفټ لاندې ولوېد.
د راپور پر اساس دا پېښه په چتګار سیمه کې شوې ده.
د پیښې د دلیل په اړه تحقیقات دوام لري.