د افغانستان غوره لیګ «APL» ټولې لوبډلې واخیستل شوې
د ۵ لوبډلو د پلور لړۍ په پایله کې پاتې درې لوبډلې هم وپلورل شوې چې له جملې یې د کابل لوبډله د موریلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپیټل او د کندهار لوبډله د اس بي سپورټس له لوري وپېرل شوې.
له دې وړاندې د پکتیا لوبډله د وي راک موبایل او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له لوري اخیستل شوې وې.
له دې سره د پلور دا لړۍ داسې پای ته ورسېده چې پنځه واړه لوبډلې بهرنیو پانګهوالو او کمپنیو واخیستې.
د افغانستان غوره لیګ «اې پي ال» د لومړي پړاو لوبې د روان زېږديز کال د اکټوبر په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام کوي.
په دغه لیګ کې د لوبغاړو د پلور مراسم هم ممکن راتلونکې اوونۍ پیل شي.