چارواکي: په کندز او بدخشان کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي
د شاهین قل اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل، د جمعې د ورځې راهېسې یې د خنجر ۱۴ په نوم د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي چې د نوموړي په وینا، په ترڅ کې یې په سیمه کې د طالبانو د نظامي کمېسيون مشر مولوی حمیدالله له شپږ تنو ملګرو سره وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
نوموړي ویلي چې دا عملیات لا هم ارګو کې روان دی.
ښاغلي رضايي همدارنګه وویل چې د کندز ښار په څنډو کې یې هم د وسله والو طالبانو سره نښتو کې لږترلږه ۲ تنه وسله وال طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د شاهین قل اردو ویاند خپلې خوا ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.