زرګونو کسانو په ادلب کې د بشارالاسد د پرېکړې مخالفت وکړ
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا عملیات به بشري ناروین رامنځته کړي.
اعتراضونه پرون ناوخته وروسته تر دې پیل شول چې د ایران او روسیې مشرانو له یوې ورځنۍ غونډې وروسته وویل، دوی د بشارالاسد د رژیم حمایت کوي، ترڅو د یاغیانو دغه وروستی پياوړی مرکز ونیسي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اروغان هم په دې غونډه کې و، خو هغه له دې سره مخالفت وکړ چې پر ادلب دې برید وشي.
د تهران په دې درې اړخیزه غونډه کې په ادلب کې د اوربند پر وړاندیز چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کړی و، هوکړه ونه شوه او ظاهراً یې د سوریې مشر بشارالاسد ازاد پرېښود چې د ادلب د نیولو لپاره د پوځي عملیاتو پلان عملي کړي.
سربېره پر دې چې د ایران، ترکیې او روسیې مشرانو تهران کې غونډه وکړه، د سوریې د جګړې څارونکي وايي، د سوریې هوايي ځواکونو د ادلب په شااوخوا سیمو کې بمبارۍ پیل کړې دي او داسې ښکاري چې دا به پر دې ګڼ مېشتي ولایت د بشارالاسد د پوځي یرغل پیل وي.