په دُبۍ کې سبا دوشنبه د کرکټ د افغان لوبغاړو داوطلبي کېږي
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا (اې. پي. ال) سیالیو هره لوبډله به تر شلو لوبغاړو د پېرلو حق ولري چې ۷ به یې بهرني او پاتې به یې افغان لوبغاړي وي.
د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا،د لوبغاړو بیې به له سلو زرو امریکايي ډالرو نېولې، تر ۱۵ زرو ډالرو پورې وي او هرې لوبډلې ته د لوبغاړو د اخيستو لپاره تر پنځه نیم لکو ډالرو د لګښت اجازه ورکړل شوې ده.
ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو د اکټوبر له پنځمې تر ۲۱مې پورې په متحده عربي اماراتو کې د افغان او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شي.