د روسیې، چين او منګوليا زرګونو ځواکونو نظامي تمرينونه پيل کړي
د روسیې دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې کېدونکي دا تمرینونه ووستوک ۲۰۱۸ بلل شوي او له ۱۹۸۱میلادي کال راهيسي لومړني دومره لوی تمرينونه دي.
ناټو دغه تمرينونه غندلي او دا یې د پراخې جګړې لپاره د تياري په مانا بللي دي.
د روسیې دفاع وزير ويلي چې په ووستوک ۲۰۱۸ نظامي تمرينونو کې درې زره سرتېري، ۳۶ زره نظامي وسايط او زر الوتکې او ۸۰ بېړۍ ګډون کوي.
دا تمرينونه په داسي حال کې کېږي چې د مسکو او لوېديځ تر منځ د لوېديځو هېوادونو په چارو کې د روسیې د لاسوهنې او همداراز په اوکراين او سوریه کې د جګړې په خاطر وضعيت ترینګلی شوی دی.