د انګلستان د کرکټ لوبډلې ټېسټ سیالۍ ۴ د یو په مقابل کې وګاټه
په دغه پنځه ورځنې لوبه کې ټاس د انګلستان لوبډلې وګاټه او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه چې په دواړو ایننګزونو کې يې ۷۵۵ منډې وکړې، خو هندي لوبډلې په دواړو ایننګزونو کې ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۱۱۸ منډو په توپير وبایلله.
دا د هندوستان او انګلستان تر منځ پنځمه ټیسټ سیالي وه.
په دې بریا سره انګستان له هندوستانه د لوبو دغه لړۍ څلور د یو په وړاندې وګټله.