د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې دوهمه لوبه هم له ایمرجینګه وګټله
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې الف لوبډلې د لومړي نوبت په ترسره کولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې عثمان غني ۷۸، میرویس اشرف ۳۸، افسر ځاځي ۳۱ او کریم جنت ۳۰ منډې جوړې کړې.
د ایمرجینګ له لوري د توپ اچونکو په ډله کې فضل الحق ۳، عبدالواسع او جمشید دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
ورکړل شوی هدف د ایمرجینګ لوبډلې له لوري په ۳۸ اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره شو چې شاهدالله ۵۸ نا سوځېدلی، رحمان الله ګربز ۵۵ او ابراهیم ځدران ۵۴ منډې ترلاسه کړې.
د الف لوبډلې په توپ اچونکو کې بیا کریم جنت ۲، میرویس اشرف او فريد ملک یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، دغه لوبې په دې موخه په لاره اچول شوي چې ایمرجینګ لوبډله د اسيايي جام سياليو لپاره چمتوالي ولري او الف لوبډله چې د ملي لوبډلې ملاتړي لوبغاړي دي بايد په هر حالت کې د تمرين په حال کې وي.
د یادونې وړ ده چې لومړۍ لوبه هم ایمرجینګ لوبډلې ګټلې وه او دغه دواړه لوبډلې به ۴ یو ورځنۍ او ۴ شل اورېزې لوبې سره ولوبوي.