د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاودنې ۵تنه ټپيان کړي
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي د جمعې ورځې په سهار وختي شاوخوا اته بجې د کږې بازار د مال په منډوي کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله چاودنه شوې چې له امله یې پنځه تنه زخمیان شوي.
خوګياڼی وايي زخميان د درملنې لپاره د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي.
د پېښې مسؤلیت تراوسه چا نه دی منلی.