په امریکا کې چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور یې ټپيان کړي
چارواکي وايي پرون د ګازو په نل کې چاودنې نږدې په ٤٠ کورونو کې د اورلګېدو سبب شوې، د سيمې اوسېدونکي يې مجبوره کړل چې له خپلو کورونو ووځي.
د اوروژنې مامورين وروسته سيمې ته ورسېدل د اور د وژلو او د ګازو د جريان د بندېدو هڅه يې وکړه.
چارواکي په دغو چاودنو کې د يوه زلمي د مړه کېدو خبر هم ورکړى دى.
د مساچوسيت ايالت والي چارلي بېکر وويل، ايالتي او محلي چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي، خو ده وويل، د پېښې د علت معلومول به څو ورځې او اوونۍ وخت ونيسي.