هوتک: د کرکټ ملي ټيم سبانۍ مسابقې ته پوره چمتووالى لري
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک نن ازادۍ راډيو ته وويل، افغان لوبډله دغو مسابقو ته پوره چمتووالى لري:
”د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دغو مسابقو لپاره پوره چمتووالى نيولى او له څو اوونيو راهيسې يې په متحده عرب اماراتو کې تمرينات ترسره کړي دي.“
د شپږو غوره اسیايي لوبډلو په ګډون د اسیا کپ سیالۍ پرون د سریلانکا اوبنګله دېش د ټیمونو په مسابقې پیل شوې. بنګله دېش دا مسابقه په ۱۳۷ منډو وګټله.
افغانستان له سریلانکا او بنګله دېش سره په B ګروپ کې دی او هند، پاکستان او هانګانګ په A ګروپ کې مسابقه کوي.
د هر ګروپ دوې مخکښې لوبډلې بل پړاو یا منځلوبو ته وځي.
دا مسابقې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې کېږي.