مېلر: که چېرې طالبان جګړه غواړي، هر ځای کې چې وي ورسره جګړه کوو
جنرال سکاټ مېلر دا څرګندونې په پروان کې په یوه غونډه کې وکړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پوځي حضور لري.
نوموړي وویل:
"که چېرې طالبان د جګړې لاره غوره کړي، موږ به ورسره جګړه وکړو، هر چېرې چې وي، که پروان کې وي، که کندهار کې وي، که وردګ کې وي او که کاپیسا کې وي، موږ به یې په وړاندې جګړه وکړو."
پروان ته د سفر پر مهال د ناټو دې امریکايي قوماندان په چاریکارو کې په هغه غونډه کې برخه اخیستې وه چې په کې د کابل د شمالي ولایتونو قومي مشران او دولتي چارواکي راټول شوي وو.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په دې غونډه کې د کابل د شمال د ولایتونو یو شمېر استازو په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندانه وغوښتل چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه دې افغانستان د ناامنیو د واردېدو مخه ونیسي او په ګاونډیو هېوادونو کې دې د ترهګرۍ د ځالو پر ضد اقدامات وکړي.