روسیې په اوکراین کې د یوې الوتکې د لوېدو په اړه نوې ادعا کړې
روسي چارواکو نن په مسکو کې په یوه خبرې غونډه کې ادعا وکړه چې هغه توغندی چې د مالیزیا هوايي شرکت دا الوتکه یې نسکوره کړه، په ۱۹۸۶ میلادي کال کې له تولید وروسته د پخواني شوروي تر واک لاندې اوکراین ته انتقال شوی و او هېڅ کله بېرته روسیې ته نه دی وړل شوی.
د روسي چارواکو دا اقدام ددې پېښې په اړه د نړیوالو څېړنو د بې اعتباره کولو هڅه بلل کېږي.
نړیوالو څېړونکو مشخصه کړې چې هغه سیستم چې توغندی ترې توغول شوی، مخکې له دې چې پرې ۷۷۷ بوینګ الوتکه وویشتل شي، له روسیې څخه اوکراین ته انتقال شوی و.
ددې څېړنو موندنې همدارنګه ښيي چې د دې توغندي د توغولو سیستم وروسته د دوهم ځل لپاره روسیې ته قاچاق شوی.
د روسي چارواکو ددې نویو ادعاو په عکس العمل کې یوه لوړپوړي اوکرایني چارواکي دا څرګندونې جعلي او نامناسبې بللې دي.
د مالیزیا د هوايي شرکت دا الوتکه چې له امسټرډام څخه کولالمپور ته روانه وه، د 2014 میلادي کال د جولای په ۱۷ مه د اوکراین په ختیځ کې نسکوره شوه.
الوتکه کې ټول ۲۹۸ سپاره په پېښه کې ووژل شول.