چارواکي: د سرپل په مرکز کې مو ۹ کلي له وسله والو پاک کړي
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل، دا د امنیتي ځواکونو او کومانډو شریک عملیات دي او لا هم په سیمه کې دوام لري.
د سرپل د مرکز په څنډو کې دا عملیات په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د سرپل د ولایتي شورا غړو ددې ولایت د احتمالي سقوط په اړه اندېښنې ښودلې وې.