اشرف غني نن له غرمې مخکې د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته ورسېد
ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی غني به د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري.
په بیان کې راغلي چې ولسمشر به تر دې لیدنې وروسته د هند بنسټ له لوري په جوړو شوېو مراسمو کې وینا هم وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار په خپل ټویټر لیکلي چې ولسمشر غني ډیلي ته ورسېد او په نوي ډیلي کې یې د ښاري پراختیا د وزیر له خوا تود هرکلی وشو.
کمار لیکلي چې د افغانستان او هند سټراټيژيکه ملګرتیا ورځ تر بلې د غښتلې کېدو په حال کې ده.
تمه ده افغان ولسمشر به د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخېزو همکاریو په زیاتولو او همدارنګه د تجارتي او ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا وغږېږي.