په پکتیکا کې د۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو سربند جوړېږي
د سې شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یاد سربند د بنسټ ډبره کېښوده او رسماً یې د جوړېدو چارې پیل شوې.
الیاس وحدت وایي:
"د دغه سربند جوړېدل یو اهم ضرورت دی او په جوړېدو سره به یې د سیمې لسګونه زره جريبه ځمکه خړوبه او د اوبو سیستم به منظم شي."
د دې پروژې مالي بودیجه د نړیوال بانک له لوري ورکړل شوې چې ۱۶ کیلومتره اوږدوالی لري.
د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند خواجه خېلو سیمه کې په داسې حال کې د یوه لوی سربند د جوړېدو د بنسټ ډبره ايښودل کېږي چې څو ورځې وړاندې په مرکز ښرنه کې د ۱۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت، د یوه کرنیز فارم د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.