د کونړ اوسېدونکي: راتلونکو ټاکنو ته مو بشپړ چمتووالی نیولی
دوی وايي، د ولسمشرۍ او د ولسي جرګې په په تېرو ټولو ټاکنو کې يې په پوره میړانه برخه اخيستې او د خپلې خوښې وړ نوماند ته يې رأيه ورکړې ده او داځل يې هم په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره په تذکرو سټیکرې لګولي او چمتو دي.
دوی زیاتوي، کومو کسانو چې تذکرې نه درلودې، هغوی هم تذکرې اخيستي او سټیکرې یې پرې لګولي او داسې چاته به رأیه ورکوو چې څوک وطن او خلکو ته وفادار وې.
اخوا د کونړ امنیه قوماندان جنرال حقنواز حقیار ازادي راډیو ته وویل، لکه څنګه چې په کونړ کې د تذکرو د وېش او د نوم لیکنې پروګرام لپاره يې امنیت نیولی و او د کومې پېښې پرته دواړه پروسې پای ته ورسېدې، همداسې يې د ولسي جرګې ټاکنو ته پوره امنیتي چمتووالی نیولی او چاته به اجازه ورنه کړي چې ولسونه په ټاکنو کې له ګډونه منعه کړي.