پولیس به د معترضینو پر وړاندې د انتخاباتو د کمېسیون ملاتړ وکړي
ښاغلي برمک چې مزارشریف ته په یو سفر تللی، دا خبره یې پرون سه شنبه ماښام دغلته په یوه خبرې غونډه کې وکړه.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې ګوندونه او نور سیاسي او مدني لورې باید خپلې غوښتنې له قانوني لارو مطرح کړي نه دا چې د یوې ملي پروسې مخه ډپ کړي.
" طبعآ په پای کې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس مجبور دي، چې د قانونو له مخې د کمیسیون د فعالیت لپاره چې یو مستقل او ملي بنسټ دی ملاتړ وکړي. که زمونږ دوستانو سره اندېښنه موجوده وه بیا پولیس اړ دي چې مداخله وکړي."
د لوی ملي ایتلاف په نوم د سیاسي ټلوالې پلويانو دا مهال په کندهار او بلخ ولايتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سیمه ایز دفترونه تړلي دي.
تر دې مخکې امنیتي ځواکونو په هرات کې د انتخاباتو د دفتر د پرانیستو لپاره مداخله وکړه او دغلته یې هغه اعتراض کونکې خواره کړل چې د انتخاباتو ځايي دفتر یې تړلی و.