حاجي عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو
د ولسمشرۍ ماڼۍ لهخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی فضلي د شکرالله عاطف مشعل په ځای د کرکټ بورډ نوی غړی او رئیس ټاکل شوی.
عزیزالله فضلي له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د مرستیال او سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د بدلون په اړه تاوده بحثونه او خبرې روانې وې.