د امریکا سنا د سترې محکمې د مشرۍ لپاره پر کاندید تور لګوونکې ورغوښتې
د امریکا سنا د قضايي چارو د کمېټې مشر چک ګراسلي پرون چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه، مېرمن فورد ته په یوه لیک کې بلنه ورکړې چې د سپټمبر په ۲۴مه چې راتلونکې دوشنبه ده، د سنا غونډې ته ورشي او مخامخ معلومات ورکړي.
کرستین فورد ته تر سبا پورې وخت ورکړل شوی چې دې بلنلیک ته ځواب ورکړي.
برت کونا د متحده ایالاتو د سترې محکمې د ریاست لپاره د ډونالد ټرمپ له لوري کاندید شوی دی.
هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
خو کرستین فورد پر هغه تور لګولی چې کله چې دا ۱۵ او بیا ۱۷ کلنه وه جنسي تشدد یې ورسره کړی دی.
د کرستین فورد دې ادعا د برت کونا پر کاندیدۍ چې باید د کانګرس او سنا تأیید واخلي، اغېز کولای شي.
کرستین فورد ویلي چې یوازې هغه وخت چې د امریکا د استخباراتو فدرالي اداره د دې د ادعاوو په اړه پلټنې وکړي، کانګرس یا سنا ته د خبرو لپاره ورتګ ته چتمو ده.