چارواکي: د کونړ په ماڼوګي کې ۵ داعش وسله وال وژل شوي
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي نن يکشنبه ازادي راډیو ته وویل بهرنيو ځواکونو پرون مازيګر د داعش پر وسله والو حمله کړې چې ٥ تنه يې وروژلي دي.
یوسفزی وایي، په دغه برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتى.