اروپايي ټولنه د پولیو ناروغۍ ختمېدو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي
د دې ټولنې په حواله دغه مرسته به چې په څلورو کلونو کې ورکول کېږي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونيسف او نورو بنسټونو ته له کډوالو ماشومانو سره د مرستې او همکارۍ وړتيا ورکوي.
د اروپايي ټولنې په نننۍ اعلاميه کې ويل شوي، دغه مالي مرسته به په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو زمينه هم برابره کړي.
افغانستان له پاکستان او نايجیريا څخه وروسته د نړۍ درېیم هېواد دی چې د ګوزڼ يا پولیو ناروغي پکې ختمه شوې نه ده.