په بلخ کې ماین چاودنې ۴سرحدي پولیس وژلي
د بلخ د شورتپې ولسوال محمد کريم ازادي راډيو ته وويل، پېښه نن ماسپښين د دې ولسوالۍ په توقي کلي کې شوې ده.
ولسوال وايي ماين د پوليسو پر موټر چاودلى چې له دغه کلي څخه د حيرتان پر لوري روان و.
د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.