حمدالله محب له خپلو روسي او هندي سیالانو سره وکتل
حمد الله محب پرون، چهارشنبه د سپټمبر ۲۶مه، د سیمه ییز امنیت په اړه د پنځو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ.
د افغانستان د ملي امنیت شورا نن پر ټوېټر لیکلي چې حمدالله محب له هندي او روسي لوري سره د ترورېزم پرضد پر مبارزه، د داعش د وسله والو پر فعالیت او د مخدرو موادو پر تولید او قاچاق خبرې کړي دي.
د ملي امنیت شورا د هغوی د خبرو جزئیات نه دي خپاره کړي.