پروشینکو: نړیوال باید په اوکراین د روسیې لاسوهنه بنده کړي
پروشینکو ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د توسعه طلبانه هڅو مخنیوی د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت برخه دی.
د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په جلسه کې پرون، چهارشنبه د سپټمبر۲۶ مه، د پروشینکو خبرې تر ډېره حده پردې چې روسیې ته ټک ورکړي متمرکزې وې.
روسیې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د کریمیا ټاپووزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه.
له هغه راهیسې، روسیه په اوکراین کې د حکومت ضد بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.
په اوکراین کې په روان کړکېچ کې تر ۱۰ زره زیات وګړي وژل شوي دي.
پروشینکو وویل چې که نړۍ د مسکو د رهبرانو مخې ته ونه درېږي، هېڅ څوک نه شي کولائ چئ د روسیې د له خصمه ډکو ، توسعه طلبانه پالیسیو مخنیوی وکړي.