په بغلان کې د مېرمنو لپاره د سبو د پروسس ټولنه جوړه شوه
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د باغدراۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام په همکارۍ د بغلان ولایت په خنجان او دوشي ولسوالیو کې د مېرمنو لپاره د سبو د پروسس ټولنه جوړه شوه.
د کرنې، او مالدارۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پروګرام چې په هېواد کې د باغ دارۍ او مالدارۍ د وضعیت د ښه کولو په برخه کې فعالیت کوي ترټولو عمده هدف یې د کورنیو باغچو په جوړولو سره د مېرمنو له اقتصادي ځواکمنتیا سره مرسته کول دي.
د یادونې ده چې په خنجان او دوشي ولسوالیو کې څه باندې ۵۰۰ مېرمنې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او پلور په برخه کې فعالیت کوي.