د معلولینو افغان لوبغاړي نن اندونیزیا ته روان شو
د دغه فدراسیون ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د اکټوبر په څلورمه پیلېږي او دوه اوونۍ به دوام وکړي.
نوموړي وویل، دوی چمتووالی لري او له ښو لاسته راوړنو سره به افغانستان ته راستانه شي.
افغان لوبغاړي به د وزن اوچتولو، باسکټبال او په بېلابېلو نورو برخو کې سیالۍ وکړي.