اندونیزیا کې زلزله او سونامي ځپلو سيمو ته مرستې دوام لري
داسې اټکل کېږي چې په دغه توپان او سونامي کې به په زرګونو کسان مړه شوي وي.
د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا وويل، له لېرې پرتو سيمو چې ارتباطات ورسره پرې شوي د خبرونو له ترلاسه کېدو وروسته ښايي د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي.
د جمعې په ورځ د ريښتر په مقياس ٧ اعشاريه ٥ درجې زلزله د سونامي د سبب شوه چې څپې يې ٦ متره لوړې وې.
دغې سونامي پالو ښار وځاپه چې شا و خوا درې لکه او ٣٥٠٠٠ کسان په کې ژوند کوي.
د اندونيزيا د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر ويليم رامپان ګيلې پرون ناوخته په پالو ښار کې د ٤٢٠ کسانو مړينه تأييد کړې وه.
ده وويلي، په دغه ښار کې په لسګونو کسان لادرکه دي او ګومان کېږي ځينې به يې تر نړېدلو ودانيو لاندې راګير پاتې وي.