مسکو سوریې ته د «اېس -۳۰۰» توغندیو انتقال پای ته رسولی
![مسکو سوریې ته د «اېس -۳۰۰» توغندیو انتقال پای ته رسولی](https://gdb.rferl.org/6590298A-8C25-423E-98D9-F2C3CF0FC5B4_w800_h450.jpg)
د روسیې د دفاع وزیر وايي، هېواد یې د سوریې حکومت ته د توغندیو «اېس -۳۰۰» دفاعي سیستم انتقال پای ته رسولی دی.
سرګي شویګو د سې شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل، دا سیستم به په سوریه کې د روسیې د ځواکونو خوندیتوب زیات کړي:
"موږ د «اېس -۳۰۰» دفاعي سیستم انتقال بشپړ کړی. په دې بسته کې ۴۹ وسیلې شاملې دي. په دې کې لېزري او د راډیويي امواجو روښانه کوونکې دستګاوې، د دفاعي سیستم لومړیتوب ټاکونکې، د وسایطو کنټرولونکې او څلور راکټ توغونکي دستګاوې دي."
د روسیې د دفاع وزیر په وینا سوریې ته د «اېس -۳۰۰» دفاعي سیستم انتقال د دوشنبې په ورځ بشپړ شو.
ویل کېږې چې روسیې دا اقدام د اسرائیلو په مخالفت کې کړی.
اخوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن تر دې مخکې ویلي و، تمه لري چې روسیه به په سوریه کې د دې دفاعي سیستم پر لګولو بیا غور وکړي، ځکه د بولټن په وینا دا اقدام به د سوریې اووه کلنه جګړه نوره هم سخته کړي.