دفاع وزارت: هېچا ته اجازه نه ورکوو څو پر افغان خاوره برید وکړي
![دفاع وزارت: هېچا ته اجازه نه ورکوو څو پر افغان خاوره برید وکړي](https://gdb.rferl.org/B0ABB783-37A1-46A3-BFD4-36C88685435D_w800_h450.jpg)
د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د پرونۍ جګړې په دوام د افغانستان دفاع وزارت وویل چې هېچا ته اجازه نه ورکوي څو پر افغان خاوره برید وکړي.
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل چې افغان پوځیانو پرون د پاکستاني ځواکونو مخه ونیوله او هغوی یې د اغزن سیم غځولو ته پرېنهښودل.
ښاغلي جاوید وویل، دا کار د دواړو خواوو تر منځ د نښتې سبب شو خو افغان حکومت به د قضیې د حل لپاره هر اړخېزې هڅې وکړي.
د پاکستان حکومت وایي چې له افغانستان سره په پوله کې اغزن سیم لګوي، څو د دوی په خبره د سرحدي سیمو امنیت خوندي وي او د تروریستانو د تګ راتګ مخه ونیول شي.