افغان کرکټر حضرت الله ځاځي نوم په یوه ریکارډ کې شامل شو
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د غړي حضرت الله ځاځي نوم په یوه ریکارډ کې شامل شو.
ځاځي په شپږو بالونو ۳۶ منډې وکړې هغه کار چې له دې مخکې په شل اوورېزو لوبو کې یوازې دوو لوبغاړو کړی و:
"د افتخار ځای دی. هر سړی کوښښ کوي چې یو ریکارډ جوړ کړي. کرکټ هم د ریکارډ لپاره دی هر یو لوبغاړی چې راځي ځان ته هدف ټاکي چې ریکارډ جوړ کړي. زما هم کوښښ دا و چې یو ریکارډ جوړ کړم نو هماغه و چې په دې لوبه کې مې د شپږو شپږیزو ریکارډ هم جوړ کړ او هم مې د چټکې پنځوسیزې ریکارډ جوړ کړ."
د حضرت الله ځاځي ټیم کابل ځوانانو که څه هم د بلخ د ټیم په وړاندې د ۲۴۶ منډو د هدف په پوره کولو کې پاتې راغی او په ۲۱ منډو یې لوبه وبایلله، خو د ده لهخوا په ۱۷ بالونو د ۶۲ منډو ترسره کولو د ګڼو پام ځان ته واړاوه.
د پرون په دوهمه لوبه کې چې د شپې ناوخته ختمه شوه د پکتیا پنټیرز ټیم د ننګرهار ټیم لهخوا د ۱۲۷ منډو هدف پوره کړ په داسې حال کې چې اووه ویکټې او ۳۲ بالونه یې په لاس کې و.
په دې سره د بلخ ځوانان او پکتیا ټيمونه د افغان پریمیر لیګ په سر کې ځای لري.