د مقدونیه پارلمان د نوم د بدلون په اړه خبرې کوي
![د مقدونیه پارلمان د نوم د بدلون په اړه خبرې کوي](https://gdb.rferl.org/11C3EE92-8A5F-4D77-89B5-75DF358A98EC_w800_h450.jpg)
تمه ده د مقدونیه پارلمان نن د دغه هېواد په اساسي قانون کې د مقدونیه د نوم د بدلون په باب په راغلیو اصلاحاتو خبرې وکړي.
د دغه کار هدف له ګاونډي یونان سره د لسګونه کلونو لانجې هواری دی.
د یونان او مقدونیه حکومتونه سږکال په جون میاشت کې یوه موافقه وکړه چې په کې یونان له مقدونیې غوښتي څو مقدونیه دې خپل نوم د شمالي مقدونیې په جمهوریت واړوي.
اتن ویلي چې د دې کار په بدل کې به په اروپايي ټولنه اوناټو سازمان کې د مقدونیې له شمولیت سره مخالفت ونه کړي.
خو د سېپټمبر په ۳۰ په یوه ټولپوښتنه کې نوي فیصده ګډونوالو که څه هم له دې موافقې هرکلی وکړ، خو وروسته معلومه شوه چې د رأی په شرایطو برابرو یوازې ۳۴ فیصده خلکو په ټولپوښتنه کې برخه اخېستې او نتیجه یې بلاخره لغوه شوه.