ایران د پوځ یو غړی د تېرې میاشتې د خونړۍ حملې په تړاو نیولی
ایراني رسنیو ویلي چې حکومت د پوځ یو غړی د تېرې میاشتې د خونړۍ حملې په تړاو نیولی.
د ایران د قضایه قوې د ویاند غلام حسین محسني اژه یي په حواله ویل شوي چې د یکشنبې په ورځ د ایران ۱۱ پوځي منصبداران د دې قضیې په تړاو جلب شوي وو.
اژه يي ډېر جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې یوه پوځي محکمه په دې اړوند کار کوي.
په پوځي یونیفورم کې وسله والو د سېپټمبر په ۲۲ د ایران د خوزستان ولایت د اهواز ښار یو پوځي پرېډ تر برید لاندې ونیوه.
په دې برید کې د سپاه پاسداران د غړیو په شمول ۲۴ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې او هم په خوزستان کې مېشتې جلا غوښتونکې عرب ډلې په غاړه واخېست.
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د خلیج یو هېواد چې ده یې نوم وانهخېست د دې برید تر شاه په لاس لرلو تورن کړ.