ولسمشر غني د يوه پلاوي په مشرۍ پروان ولايت ته لاړ
![ولسمشر غني د يوه پلاوي په مشرۍ پروان ولايت ته لاړ](https://gdb.rferl.org/3EA1A0FE-AE6B-4C5A-A37A-FF953395AD73_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د يوه پلاوي په مشرۍ نن د ځينو پروژو د پرانېستلو لپاره پروان ولايت ته لاړ.
جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د باريک اب د صعنتي او زراعتي پارک، د جبل السراج - نجراب سړک لومړى فاز پرانېزي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر به په دغه سفر کې د پروان له ملکي، نظامي او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري.