پاکستان: تحریک انصاف او مسلم لیګ ولسي جرګه کې ۴- ۴ څوکۍ ګټلي
![پاکستان: تحریک انصاف او مسلم لیګ ولسي جرګه کې ۴- ۴ څوکۍ ګټلي](https://gdb.rferl.org/9966D26A-B388-4343-B01A-CD97BF924ACF_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې د ضمني انتخاباتو غير رسمي نتايج ښيې چې واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف او اپوزيسيون پاکستان مسلم ليګ نواز هر يوه د پارلمان په ولسي جرګه کې څلور- څلور څوکۍ ګټلي دي.
په پاکستان کې پرون یکشنبه د ولسي جرګې يا ملي اسامبلۍ د ١١ څوکیو او د صوبايي اسامبليو د ٢٤ څوکيو لپاره ضمني انتخابات وشول.
د پاکستان مسلم ليګ قايد اعظم ګوند دوه څوکۍ ګټلي او متحده مجلس عمل ګوند يوه څوکۍ ګټلى ده.
دا اول وار و چې بهر مېشتو پاکستانيانو هم کولاى شواى په انلاين بڼه په دغو انتخاباتو کې خپلې رأی وکاروي.
ضمني انتخابات د هغو تشو څوکیو لپاره وشول چې کانديدان يا مړه شوي، يا يې د جولاى د ٢٥مې د عمومي انتخاباتو پر مهال تر يوې زياتې څوکۍ ګټلې دي.