په فرانسه کې ناڅاپي سېلابونو پنځه کسان وژلي
د فرانسې په جنوب کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.
تېره شپه د فرانسې په اوډ سیمه کې شدید بارانونه د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو سبب شول چې لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي دي.
د ژغورنې هليکوپټرې په سیمه کې د هوا ښه کېدو ته په تمه دي، څو د ژغورنې عملیات پیل کړي.
د اوډ د سیمې یوه لوړپوړي چارواکي الاین ټیریون ویلي دي، په سیلاب ځپلو سیمو کې یو شمېر کسان د خپلو کورونو بامونو ته پورته شوي او د اوبو د بهیر د تېزوالي له کبله هغو سیمو ته د کيښتیو ورتګ ممکن نه دی.
د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې دا کسان د هليکوپټرو په وسیله وژغورل شي.
د الاین ټیریون په وینا، اټکل کېږي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې به د اوبو سطحه نوره هم پورته شي.
د فرانسې په جنوب کې د اوډ سیمې ټول ښوونځي تړلي او له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.