د سعودي عربستان یوه څارنوال: د جمال خاشقچي قتل یو عمدي عمل و
د سعودي عربستان یوه څارنوال ویلي دي چې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د ژورنالیست جمال خاشقچي قتل یو عمدي عمل و.
له دې مخکې د سعودي عربستان د حکومت په رسمي بیانونو کې ویل شوي و، چې خاشقچي په لوی لاس نه دی وژل شوی.
۵۹ کلن خاشقچي چې په امریکا کې اوسېده او د واشنګټن پوست ورځپاڼې لپاره یې لیکنې کولې، د سعودي د حکومت له منتقدانو څخه و.
نوموړی د اکتوبر په دوهمه، د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سعودي قونسلګرۍ ته له ننوتو وروسته لادرکه شو.
سعودي بن عبدالله د سعودي عربستان یوه څارنوال پرون په یوه بیان کې چې SPA خبري آژانس خپور کړ، ویلي، له ترکیې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې مشکوکو کسانو عمدا د خاشقچي په وژنه لاس پورې کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو له مخې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشرې جینا هسپل په روانه اونۍ کې د حقیقت موندنې د ماموریت په ترڅ کې ترکیې ته د سفر پرمهال هغه غږیز فایل اوریدلی دی چې د شوې ادعا له مخې د خاشقچي د وژنې له جریان څخه ثبت شوی.