روسیې یو سیوز راکټ په بریالیتوب سره فضا ته وتوغاوه
روسیې پرون یو سیوز راکټ چې سپرلۍ نلري په بریالیتوب سره فضا ته وتوغاوه.
دا د روانې میاشتې په پیل کې د همدې ډول یوه مخکیني راکټ له ناکامه توغولو وروسته دوهم راکټ دی چې روسیه یې فضا ته استوي.
د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې سیوز دوه اعشاریه یو- بي ( 2.1B) ډوله راکټ یې د روسیې د شمال لویدیځ له یوه مرکز څخه په بریالیتوب سره وتوغاوه.
بیان زیاتوي چې دې راکټ د روسیې د پوځ یوه اړونده سپوږمکۍ فضا ته ولېږدوله. په بیان کې همداراز ویل شوي چې سپوږمکۍ له مهالوېش سره سم خپل مدار ته رسیدلې ده.
د روسیې د فضايي تحقیقاتو مسوول چارواکي وايي چې دوی په پام کې لري نړیوال فضايي سټیشن ته د عملې له استولو مخکې لږترلږه دوه نور سیوز راکټونه هم فضا ته واستوي.