په تېره اونۍ کې له ایران څخه ۱۵ زره افغانان خپل هېواد ته استول شوي دي
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې له ایران څخه نژدې ۱۵ زره افغانان خپل هېواد ته استول شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان IOM په خپل اونیز راپور کې چې پرون خپور شو وايي، د تېرې تلې یا مېزان د ۲۲ او ۲۸ مې ترمینځ ۱۴۷۲۹ کسان چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل افغانستان ته ستانه شوي چې تقریبا نیمايي یې ایراني چارواکو په جبري ډول ایستلي یا ډیپورټ کړي دي.
IOM همداراز وايي چې د روان کال له پیله له شپږنیم لکه زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۶۳۰ زره کسان له ایران او نژدې ۲۷ نیم زره نور له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
IOM همداراز د افغانستان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې له خوا د خپرو شویو ارقامو پربنسټ وايي چې د روان میلادي کال له پیله د افغانستان په لویدیځ کې د سختې وچکالۍ له کبله له ۳۲ زرو زیاتې کورنۍ- چې د غړو ټول شمیر یې له ۲۲۵ زره کسانو اوړي، د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي په دې ډله کې په سلو کې ۴۴ چې شمیر یې نژدې سل زره کسانو ته رسېږي ماشومان او له اتلسو کالو کم عمره تنکي ځوانان دي. د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، دا ټولې کورنۍ سمدستي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.