ولسمشر ټرمپ ولادیمیر پوتین ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړې
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پیغام ورساوه چې هغه ته یې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې.
جان بولټون په ایروان کې د آزادۍ راډیو له ارمني څانګې سره په مرکه کې وویل چې پوتین ته یې د ټرمپ بلنلیک د روانې اونۍ په پیل کې مسکو ته د سفر پرمهال وسپاره.
خو بولټن همداراز یادونه وکړه چې د پوتین او ټرمپ سلاکاران په نوامبر میاشت کې په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د سلمې کلیزې په مناسبت د نړۍ د مشرانو په غونډې کې د دواړو ولسمشرانو د کتنې پر جزییاتو کار کوي.
بولټن په داسې حال کې روسیې ته سفر وکړ چې د ټرمپ ادارې د اټومي وسلو د مخنیوي له تړون INF څخه د امریکا د وتل اعلان کړل.
دا تړون چې په اروپا کې د روسیې او امریکا د توغندیو د ځای پرځای کېدو مخنیوی کوي، د واشنګټن او مسکو په اړیکو کې د ستراتیژیک ثبات لپاره مهم ګڼل کېږي خو د سوریې او اوکراین د جګړو، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د ادعا او د ایران او شمالي کوریا د اټومي پروګرامونو په اړه هم بحث وشو.