د افغانستان د اقتصاد وزیر او د هند د سوداګرۍ معین یو له بل سره وکتل
د افغانستان د اقتصاد وزیر او هند د سوداګرۍ د وزارت معین پرون د پانګونو او بېلابېلو تجارتي مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن د ځینو هغو مسایلو په اړه آزادۍ راډیو ته معلومات ورکړل چې مصطفی مستور او انوپ ودهاوان په کابل کې په خپله پرونۍ کتنه کې د هغو په اړه بحث وکړ:
"په دې کتنه کې په چاه بهار بندر کې د کار او پانګونو، د هندي وګړو له خوا د کوچنیو او منځنیو پانګونو او همداراز په دې اړه چې څه ته اړتیا ده، باید څه وشي او څنګه کولای شو چې پانګونې هلته جذب کړو، بحث وشو."
د هند صدراعظم نژدې یوه نیمه میاشت مخکې هند ته د افغان ولسمشر ته سفر پرمهال ویلي و، چې هند د شاه توت بند د رغونې او د کلیو لپاره د لمریزې بریښنا او د څښاک د اوبو په ګډون د ۱۶۰ بیلابیلو پروژو د عملي کولو مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی.
نریندرامودي او اشرف غني هغه مهال موافقه وکړه چې د افغانستان او هند د هوايي دهلیز د پراخولو لپاره باید د دواړو هېوادونو ترمینځ الوتنې زیاتې شي او هرات ولایت او امرتسر ښار ته هم وغځېږي.
د افغانستان او هند ترمینځ لومړنی هوايي دهلیز تېرکال په غبرګولي او دوهم په جدي میاشت کې پرانیستل شول.