روسیې د اوکراین پر ۳۲۲ چارواکو او ۶۸ کمپنیو بندیزونه ولګول
روسیې د اوکراین پر ۳۲۲ چارواکو او ۶۸ کمپنیو مالي بندیزونه ولګول.
پهدې کسانو کې د اوکراین د ولسمشر پترو پروشنکو زوی، د دوو پخوانیو صدراعظمانو زامن او په اوکراین کې د ملت پالي ډلې رايټ سکټور مشر، دمیتري یاروش شامل دي.
د بندیزونو خبر نن پنجشنبه د اکټوبر ۱، په هغه فرمان کې چې د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف لاسلیک کړی، د روسیې د حکومت پر وېبپاڼه خپور شوی دی.
په فرمان کې ویل شوي چې د دې کار هدف د روسي وګړو او شرکتونو پر ضد د اوکراین د غیر دوستانه کارونو مخنیوی او د دوه اړخیزو اړیکو نورمالول دی.
تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې روسیې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، د اوکراین حکومت، د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحاديې پر یو شمېر روسي سوداګرو، شرکتونو او سیاستوالو بندیزونه لګولي دي.