۲۰۹ شاهین قل اردو په فاریاب کې د سرتېرو د وژنې راپورونه رد کړل
تر دې مخکې له فاریاب ولایته په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي وو چې د جوزجان - میمنې ترمنځ په لویه لاره کې وسله والو پر یوې امنیتي پوستې حمله کړې ده چې په نتیجه کې یې ۳ سرتېري وژل شوي او ۱۷ نور ژوندي نیول شوي دي.
د شاهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضايي په دغې سیمه کې جګړه تأيیدوي، خو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه مني.