د هنډ بال د غواروي سیالۍ د هدایت کلب په اتلولي پای ته ورسېده
د هنډ بال د ملي لوبډلې او ځوانو لوبغاړو د غواروي سیالۍ له کابله د هدایت کلب په اتلولي پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو پای لوبه چې تېره ورځ د بدني روزنې او ورزش ریاست په تالار کې ترسره شوې، پهکې د هدایت کلب او هرات لوبغاړو او لوبډلو د اتلوالۍ د تر لاسه کولو لپاره سیالي وکړه.
د هنډ بال د غوره لوبغاړو د غوراوي دا سیالۍ وړمه اوونۍ د کابل د دوه کلبونو په شمول د لسو ولایتونو د لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې وې.
د سیالیو په پای کې د هدایت لوبډله د دغې ټورنامنټ د اتلولۍ د هرات لوبډلې دوهم او د بلخ لوبډلې بیا درېیم ځایونه خپل کړل.