سپینې ماڼۍ د «CNN» ټلوېزيون د یوه خبریال پرس کارت کنګل کړ
سپینې ماڼۍ د «سي. اېن. اېن» ټلوېزيون د یوه خبریال جیم اکوستا پرس کارت یا د سپینې ماڼۍ په خبري غونډو کې د هغه د ګډون د اجازې کارت کنګل کړ.
جېم اکوستا پرون د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لفظي شخړه وکړه.
د «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون د سپینې ماڼۍ ځانګړي خبریال، جیم اکوستا پرون، چهارشنبه د نوومبر۷مه، له ولسمشر ټرمپه پوښتنه وکړه چې د منځ مهالو ټاکنو په وخت کې یې د کډوالو له هغه کاروانه چې له جنوبي امریکا د متحدو ایالاتو پر لور په حرکت کې دی،"تهدید " او پر متحدو ایالاتو یرغل بللی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جېم اکوستا خبره رد کړه او ویې ویل چې یوازې هغه مهاجرین مني چې په "قانوني" لارو د امریکا متحدو ایالاتو ته ورغلي وي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، پرون تردې لانجې وروسته یو بیان خپور کړ او جېم اکوستا یې تورن کړ چې یوې ځوانې ښځې ته يې چې په سپینه ماڼۍ کې کار زده کوي، "لاس " ور اچولی دی.
ساراهکبي ساندرز په بیان کې وویل چې دا کار د زغملو وړ نه دی، خو جېم اکوستا په یوه ټویټ کې د مېرمن ساندرز دا وینا "دروغ " بللې ده.
د «سي. اېن. اېن» ادارې د خپل خبریال ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د سپینې ماڼۍ له خبري غونډو د جېم اکوستا د دې لپاره منع شوی چې سختې پوښتنې یې کولې او غچ ورڅخه اخېستل شوی دی.