افغان چارواکي: په تخار کې د طالبانو یوه برید لس افغان سرتیري وژلي
د تخار د پولیسو مشر عبد الرشید بشیر نن رسنیو ته وویل، دا برید پرون ناوخته د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې شوی دی.
نوموړي ویلي دي چې د افغان ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ دې جګړه کې ۱۲نور سرتېري ژوبل شوي دي.
د تخارد پولیسو مشر وايي، وسلهوالو ته هم پهدې جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي، خو هغه يې شمېره ښکاره نهکړه.